CRI Online

روسيې د م م له نړيوالې محکمې څخه غوښتنه وکړه چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د پېښې پلټنه دې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 10:58:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اپريل په يوولسمه نېټه وويل چې که امريکا د دمشق په جنوب کې د روسيې د لمسولو لپاره بريد وکړي، نو روسيه به د م م له نړيوالې محکمې څخه غوښتنه وکړي چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د پېښې پلټنه وکړي.

د کريملين ماڼۍ د ويبپاڼې د خبر له مخې پوتين د ايټاليې له ولسمشر سيرګيو ماتاريلا سره د کتنې په ترڅ کې وويل که امريکا يو ځل بيا د سوريې د پلازمينې دمشف په جنوبي څنډو کې د روسيې د لمسولو لپاره بريد وکړي.هغه زياته کړه چې په سوريه د کيمياوي وسلو پېښې پلټنه بايد په پوره توګه تر سره شي او روسيه به په دې هکله د م م نړيوالې محکمې ته غوښتنليک وړاندې کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای