د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزير جمس ماتيس د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه وويل چې تېره اوونۍ د امريکا پوځ د سوريې پر حکومتي پوځ بمباري وکړه، خو دا په دې معنی نه ده چې په سوريه کې د امريکا د پوځي عملياتو موخه بدله شوې ده.
ماتيس په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د سوريې مسئلې په هکله د امريکا پوځ لاهم دې ته پاملرنه کوي چې څنګه داعش ډلې ته ماتې ور کړي.تېره اوونۍ د سوريې پر حکومتي پوځ بمباري يوازې د امريکا د پوځي عملياتو يوه خپلواکه پېښه ده..هغه زياته کړه چې امريکا په سوريه کې د کيمياوي وسلو بريدونو ته پوځی ځواب ور کړی، خو د امريکا نور پوځي عمليات به لاهم له ټاکلي پلان سره سم تر سره شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |