CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونلد ترامپ سره تليفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 14:13:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې د ١٢مې نيټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونلد ترامپ سره تليفوني خبرې اترې وکړې.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې خوشحاله يم چې له ولسمشر ډونلد ترامپ سره مې تليفوني خبرې اترې وکړې. څه موده مخکې مې په مار الاګو کې له ولسمشر ترامپ سره په ملاقات کې ډېرې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.د چين خلکو او نړيوالې ټولنې د دې ملاقات مثبته ارزونه وکړه . له ولسمشر ډونلد ترامپ څخه ډېره مننه کوم.هغه زياته کړه چې په مارالاګو کې مو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه او ګډو نظريو ته رسيدلي يو.

ولسمشر ترامپ وويل چې خوشحاله يم چې له رئيس شي جين پينګ سره مې وکتل .د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اړيکو ساتنه ډېره مهمه ده او هيله لرم چې له چين څخه رسمي ليدنه وکړم. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای