CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي په ٢٠٣٠ کال کې د دواملرونکې پرمختيايي موخې د تر سره کولو لپاره ګټوره ده

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 14:31:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اپريل په يوولسمه نېټه په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي ايي په نيويارک کې د م م په مقر کې د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ په رڼا کې د دواملرونکې پرمختيايي موخې د پرمخبيولو په هکله د لوړې کچې په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ.برخه والو او د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د دې ستراتيژۍ د موخې او د دې ستراتيژۍ د پلي کولو په رڼا کې په ٢٠٣٠ کال کې د دواملرونکې پرمختيايي موخې د تر سره کولو په باب بحث وکړ.

تر اوسه د دې ستراتيژۍ د پلي کولو له امله ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي. د ٢٠١٦ کال تر پايه پورې د چين او د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدوکې د پرتو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت ٨٤٨ مليارډ او ٩٠٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغه رقم په همدې موده کې د چين د بهرنۍ د عمومي ارزښت يوه په څلورمه برخه نيولې ده.

نوموړي په خپله وينا کې د می په مياشت کې به په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په هکله د لوړې کچې فورم تر سره شي. تر اوسه پورې د دېرشو هېوادونو مشرانو تائيد کړی چې په دې فورم کې به ګډون وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای