CRI Online

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر: هيله من دی چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو وطنوال سره يو ځای له بېلتون غوښتنې سره مخالفت او مبارزه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 16:02:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د تايوان چارو د دفتر وياند ان فنګ شان د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې هيله من دی چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو وطنوال په ګډه سره له بېلتون غوښتنې سره مخالفت او مبارزه وکړي تر څو له چين څخه د تايوان د بېلتون غوښتونکو له خوا د رسول شويو ستونزو مخنيوی وشي.

د خبريال پوښتنه دا وه چې د ځينو خبري رسنيو په تبصرو کې ويلي چې اوس په تايوان کې د بېلتون نوي غوښتونکي رامنځته شوي دي، نو بايد د هغه حالت مخينوی وشي چې د بېلتون نوي غوښتونکي له زړو غوښتونکو سره د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو د مخينوي لپاره هڅه کوي.وياند ان فنګ شان وويل چې له يادې تبصرې څخه د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو پر پرمختګ انديښنه څرګنديږي.د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکي ځواک او د بېلتون غوښتونکي د دواړو غاړو ترمنځ د سوله ييز پرمختګ او د ثبات ساتلو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. نو هيله لرو چې د دواړو غاړو وطنوال په ګډه سره د بېلتون او د تايوان د خپلواکۍ او جلاوالي د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای