CRI Online

بېجينګ کې د اقليمي بدلون په اړه د بېسک څلورو هېوادونو د وزيرانو غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 16:08:07

د اقليمي بدلون په اړه د بېسک (Basic) څلورو هېوادونو يعنې برازيل ، جنوبي افريقا ، هند او چين د وزيرانو په کچه ۲۴مه غونډه د اپريل له لسمې نېټې څخه تر ۱۱ مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د اړوندو هېوادونو وزيرانو د پاريس تړون د وروستيو خبرو اترو، تر ۲۰۲۰ کال وړاندې د اجراعاتو د پياوړتيا،د بېلابېلو هېوادونو د خپلو اجراعاتو او خپلمنځي همکاريو په شمول يو لړ مهمومسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه او د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره يې له اړوندو هېوادونو څخه وغوښتل چې د انسانانو او راتلونکو نسلونو د ګټو په نظر کې نيولو سره دې په پرله پسې توګه له پاريس تړون څخه ملاتړ وکړي.

"د بېسک څلور هېوادونه" د چين، هند، برازيل او جنوبي افريقا څلورو پرمختيايې هېوادونو لخوا جوړ شوی څلور اړخيز ميکانيزم دی، دغه ميکانيزم په ۲۰۰۹ کال کې له جوړېدو راهيسې د اقليمي بدلون په اړه د څو اړخيز بهير د پرمخ بيولو او د پرمختيايي هېوادونو د يووالي او ګډو ګټو د ساتلو لپاره مثبت رول لوبولی او د پاريس تړون د لاسليکېدو او له وړاندې نه نافذېدو لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي.

بېجينګ کې د اقليمي بدلون په اړه د بېسک څلورو هېوادونو د وزيرانو په کچه ۲۴ مه غونډه تازه ترسره شوه او په دغه غونډه کې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه. اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې د بېسک څلور هېوادونه به په هراړخيزه، اغېزمنه او دوامداره توګه د اقليمي بدلون په اړه د م م په چوکاټي تړون ، د توکيو په تړون او د پاريس په تړون کې شوې سياسي ژمنې پلې کړي. د اقليمي بدلون چارو په اړه د چين ځانکړي استازي شيه جن هوا له غونډې وروسته خبري ناسته کې وويل:

(( چين به د اقليمي بدلون د مخنيوي عملياتو ته دوام ورکړي او سل په سلو کې به خپلې دندې ترسره کړو. چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه خپل خدمتونه طرحه او وړاندې کړي او د خپلې اقتصادي او ټولنيزې ودې په اړه ديارلسم پنځه کلن پلان کې يې د ۲۰۲۰ کال موخه د جبري موخې په توګه ټاکلې او د بشپړولو پلان يې جوړ کړی دی. باور لرو چې ۲۰۲۰ کال کې به د دغو اجراعاتو له بشپړېدو وروسته چين په ښه توګه خپلې ژمنې ترسره کړي.))

په دغه غونډه کې بېلابېلو ګډون کوونکو د اقليمي بدلون په اړه د څواړخيز بهير د پرمخ بيولو،د پاريس تړون د وروستيو خبرو اترو، تر ۲۰۲۰ کال وړاندې د عملياتو د پياوړتيا،د بېلابېلو هېوادونو د خپلو اجراعاتو او خپلمنځي همکاريو په شمول يو لړ مهمومسئلو په باب سلامشورې وکړې او دې ته يې په اشارې سره وويل، چې پرمختللي هېوادونه دې د م م او پاريس تړونونو له مخې ټولو پرمختيايي هېوادونو ته مالي او تخنيکي مرستې برابرې کړي او ورڅخه د توان لوړولو په برخه کې دې ملاتړ وکړي. د جنوبي افريقا د چاپريال مرستيال وزيرې بربارا تومپسن پدې اړه وويل:

((له پرمخللو هېوادونو نه غواړو چې هغه ژمنه پلې کړي چې له مخې يې دې هر کال پرمختيايي هېوادونو ته سل مليارډه امريکايي ډالره مالي مرسته ورکړي. ټولو ته معلومه ده چې د پاريس تړون تر ټولو ښه نتيجه ده چې په اوسني سياسي چاپيريال کې بېلابېلې خواوې ترلاسه کولی شي. دغه تړون موږ ته يو جامع او برابر چوکاټي ميکانيزم را کړی او له لارې به يې په اغېزمنه توګه د خطرونو د مخنيوي ستونزې حلولی شو. ټولو ته دا معلومه هم ده چې د ډېرو پرمختيايي هېوادونو په تېره بيا د هغو هېوادونو په وړاندې چې د اقليمي بدلون د مخنيوي توان يې کمزوری دی، د پاريس تړون د پلي کولو په بهير کې موږ بايدد" ګډ خو توپير لرونکی مسئوليت "او عدالت پر اوصولو ټينګار وکړو.))

د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۲ مه نېټه د اقليمي بدلون په اړه د م م چوکاټي تړون نږدې ۲۰۰ لاسليک کوونکو د پاريس د اقليمي بدلون په غونډه کې په اتفاق سره د پاريس تړون تصويب کړی و او له ۲۰۲۰ کال وروسته يې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره نړيوال پلان جوړ کړی و. د روانې غونډې ګډون کوونکي پدې موافق شوي د اقليمي بدلون د مخنيوي نړيوال بهير نه شي بدلېدلی او هم نه شي ځنډېدلی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای