د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران د ۱۲مې دورې ولسمشريزو ټولټاکنو د کانديدانو نوم ثبتولو کارونه به د اپرېل له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې تر سره شي.د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد پخواني ولسمشر احمدي نژاد د کورنيو چارو وزارت د ټولټاکنو په مقر کې خپل نوم ثبت کړ.
نژاد وويل چې د ايران ستر مذهبي مشر حکم ورکړ چې د کانديد په توګه خپل نوم ثبت نه کړي.خو د ده حکم د ممنوعيت په مانا نه دی،بلکې وړانديز دی.زه به په ټولټاکنو کې وړاندې شوې ژمنې پلې کړي.
د روانې مياشتې ۱۱مه نېټه د ايران د ولسمشريزو ټولټاکنو د کانديدانو نوم ثبتولو له لومړۍ ورځې سره برابره وه.په همدې ورځ ۱۲۶ تنو خپل نومونه ثبت کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |