د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په وروستيو ورځو کې د څوارلسم نسل دالای لاما يو ځل بيا د تبت مسئلې په اړه د چين پر حکومت تور لګولی او د هند چارواکي هم د سرحدي سيمې په اړه ناسم خبر ورکړی.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اپرېل په ۱۲مه نېټه وويل چې چين هند ته جدي احتجاج وړاندې کړی او د خاورو حاکميت او د ملي امنيت د ساتلو لپاره به نور تدبيرونه ونيسي.
وياند لو په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د هندي چارواکو په قول،هند ته د دالای لاما سفر مذهبي بڼه لري،خو دا د مذهب له چوکاټ څخه بهر دی .دا د تبت مسئلې په اړه له خپلې ژمنې څخه سرغړونه ده چې د خبرو اترو له لارې د چين او هند ترمنځ د خاورو شخړې پر حلولو به منفې اغېزه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |