CRI Online

د ترکیې په امنیت ریاست کې چاودنه یو ترهګریز برید و

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 20:09:05

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د اپریل په ۱۲مه نیټه وویل، په ۱۱مه نیټه د دیابکر ښار په امنیت ریاست کې چاودنه یو ترهګریز برید و.

نوموړي وویل، بریدګر د امنیت ریاست د ودانۍ له بهر څخه د یو تونل په ایستلو سره دې ریاست ته رسیدلی او په دې ځای کې یې چاودیدونکی مواد نصب کړي وو. د چاودنې له امله یو پولیس او دوه عام وګړی وژل شوی او څه دپاسه لس تنه نور ټپیان شوي دي.

ځایی پولیسو د دې چاودنې په ټراو پنځه شکمن کسان نیولي دي. (هیله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای