CRI Online

په افغانستان کې د چين تر مرستې لاندې د ملي مسلکي او تخنيکي انستيتيوت د پرانيستلو مراسم په کابل کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 08:59:43

د سين هوااژانس د خبر له مخې: په افغانستان کې د چين تر مرستې لاندې د ملي مسلکي او تخنيکي انستيتيوت د پرانيستلو مراسم د اپريل په ١٢مه نېټه په کابل کې تر سره شول چې اجرائيه مشر عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د چين لوي سفير ياو جينګ په کې ګډون درلود.

عبدالله عبدالله د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب د چين له حکومت او خلکو نه مننه څرګنده کړه. هغه وويل چين د افغانستان دوست ګاونډی هېواد دی، د څو کلونو راهيسې يې د افغانستان په بيا رغونه کې ملاتړ کړی او په زياتو ساحو کې يې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده. اوس په افغانستان کې د بی کارۍ انډول لوړ دی چې د هېواد پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې منفي اغيزې کړې دي. ياد انستيتيوت په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د چين تر مرستې لاندې يوه مهمه پروژه ده او يقين دی چې دغه انستيتيوت به په افغانستان کې د کارونو زياتوالي او د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په بهير کې مهم رول ولوبوي.

ياو جينګ وويل چين او افغانستان دواړه ښه دوست هېوادونه دي او د چين خلک د افغانانو لپاره د باور وړ ملګري دي. په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې د هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره ګټور دی. په اوږده موده کې د چين حکومت په فعاله توګه په افغانستان کې په سوله ييزه بيا رغونه کې برخمن دی او په دغه هېواد کې د ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند په اړوند يې زياتې پروژې تر سره کړې او کوي يې چې په افغانستان کې يې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هڅولی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای