CRI Online

پاکستان به په جنوبي اسيا کې لومړی د ګرځنده ټليفون د پنځه G سيګنال ازموينه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 09:33:42

د پاکستان داون ورځپاڼې د خبر له مخې: د پاکستان د مالوماتو او تخنيکونو چارو وزير انوشا رحمن ويلي چې په وروستيو کلونو کې په پاکستان کې د مالوماتو او مخابراتو چارو کې چټک پرمختګ شوی چې د بروډ بانډ لين د تعميم انډول په تېرو دوو کلونو کې له ٣سلنې څخه ٢٧سلنې ته لوړ شوی او له ٢٠٣٠ کال مخکې به د بېلا بېلو کليو تر منځ د ګرځنډه ټليفونونو په وسيله د تماس نيولو حالت رامنځته شي. وزير رحمن وويل چې په پاکستان کې د مالوماتو او مخابراتو بازار پيمانه ٣بيليارډو امريکايي ډالرو ته رسېږي او حکومت بايد په بازار کې د روزنې اندازه پياوړې کړي چې د بازار د پرمختګ پټ توان پراخ کړي. پاکستان پلان لري چې په جنوبي اسيا کې لومړی د ٥ G سيګنال د ازموينې کارونه پيل کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای