د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د اپريل په ۱۲مه نېټه وويل، د همدې ورځې په ماسپښين کابل کې يوه ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او دری تنه نور ټپيان شوي.
دانش وويل، اوس پوليس د دې پېښې په اړه په پلټنه بوخت دي. دغه ځانمرګی بريد د کابل سيند غاړې ته نږدې شوی چې شاوخوا ته يې دفاع وزارت او ماليې وزارت په شمول حکومتی ارګانونه پراته دي.
داعش د دې پیښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |