CRI Online

د هند د اندياټايمز د خبر له مخې: هند پاکستان ته اخطار ورکړی چې که پاکستان پر هندی تبع کولبوشان سودهير جادهاف باندې د مرګ حکم عملي کړي، پاکستان به له سختو نتيجو سره مخامخ شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 10:25:42

د پاکستان پوځي محکمې مخکې د هند اتباع کولبوشان سودهير جادهاف ته په اعدام محکوم کړ چې په جاسوسۍ تورن شوی و.

د هند د بهريو چارو وزيرې سوشما سواراج په ملي کانګرس کې وويل زه غواړم د پاکستان حکومت ته اخطار ورکړم چې دوی بايد فکر وکړي چې که دوی دغه پرېکړه عملي کړي، د دواړو هېوادونو پر اړيکو به منفي اغيزې ورکړي. سواراچ وويل د هند حکومت به تر وسی پورې جادهاف ته د عدالت غوښتنه وکړي.

هغې زياته کړه چې د هند د سمندري پوځ پخواني مامور جادهاف په ايران کې مسلم او روا کار کاوه، خو وروسته د تزوير له امله پاکستان ته تللی و، خو هيڅ شواهد نه شته چې دغه مامور څه غلطي کړې دي. په داسي حال کې چې پر جادهاف د مرګ حکم شوی، هند پر دې پوهيږي چې پاکستان په عمدي توګه هغه وژني.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای