د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په دوولسمه نېټه وويل، امريکا حکومت به جين د بهرنيو اسعارو په بدلون کې د لاس وهوونکي هېواد په توګه و نه ټاکي.
هغه په همدې ورځ د وال مسټرېټ ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې ويلي چې چين د بهرنيو اسعارو په بدلون کې لاس وهوونکی هېواد نه دی. په تيرو څو مياشتو کې چين په دې برخه کې لاس نه دی وهلی.
د امريکا د ماليې وزارت د پروسږ کال په اکتوبر کې د نړيوال اقتصاد او د اسعارو پاليسيو راپور خپور کړ چې له مخې يې د چين په ګډون د امريکا عمده همکارو هېوادونو د اسعارو په بدلون کې لاس نه دی وهلی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |