د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پلانونو پرمختګ او اصلاحاتو د وزير په مشرۍ د پرمختګ مرکزی ټيم د اپرېل په يوولسمه نېټه د څلور اوياوو مليارډو او څلور سوه او اتياوو مليونو روپۍ په ارزښت انکشافي پلانونه تصويب کړل. دغه پلانونه د انرژۍ، ترانسپورت، روغتيا او ښوونې په اړه دي. له دې جملې څخه د اوه ويشتو مليارډو روپو په ارزښت درې پروژې په انرژۍ، د اته مليارډو يو سل او نهه اوياوو روپو په ارزښت پروژې په روغتيا، د پنځلسو مليارډو نهه سوه او اتياوو مليونو روپۍ په ارزښت پروژې د ترافيکي تاًسيساتو په جوړولو پورې اړه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |