CRI Online

د تجارت نړيوال سازمان : ښايي سږ کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول دوه اعشاريه څلور سلنې ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 10:52:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تجارت نړيوال سازمان د اپرېل په دوولسمه نېټه راپور خپور کړ چې ورڅخه څرګندېږي چې ښايي سږ کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول دوه اعشاريه څلور سلنې ته ورسيږي.

د مالوماتو له مخې، پروسږ کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول يوازې يو اعشاريه درې سلنه ؤ، دا د دوه زره او اتم کال څخه راپدېخوا تر نورو ورو سرعت دی. د ياد سازمان عمومي مدير ويلي، په دې وروستيو کلونو کې، د اقتصادي پرمختګ انډول په ورو ورو توګه پرمختګ کړی او له دې څخه څرګندېږي چې نړيوال اقتصاد د صعيفېدو په حال کې دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای