CRI Online

مصر پر اريکزاندريا بندر د بريدګر هويت تثبيت کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 11:06:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د کورنيو چارو وزارت د اپرېل په دوولسمه نېټه اعلان وکړ چې پر اريکزاندريا بندر د بريدګر هويت يې تثبيت کړ.

دغه بريدګر محمد حسن مبارک نوميږي، په نولس سوه شپږ اتيايم کال کې زېږيدلی او د نفتو فابريکې کارګر دی. له دې مخکې، هغه له يوه افراطي سازمان سره اړيکې درلودې. خو مالومه نه ده چې دغه افراطي سازمان له داعش سره اړيکې لري که نه.

د اپرېل په نهمه نېټه، د مصر په تانتا او اريکزاندريا کې بريدونه رامنځته شول چې له امله يې لږ تر لږه پنځه څلوېښت ووژل شول او سلګونه تنه نور ټپيان شوي دي. داعش د دوو بريدونو مسئوليت پر غاړه واخيست. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای