CRI Online

ډونلډ ټرمپ : ناټو له وخت څخه نه دی تللی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 11:22:50

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپريل په ١٢مه نېټه وويل چې د امريکا ملګري د ناتو غړي هېوادونه بايد د دفاع لګښتونه لوړ کړي او په همدې وخت کې يې دا نظر څرګند کړ چې ناټو له وخت څخه نه دی تللی.

ټرمپ په همدې ورځ د ناټو له سرمنشي جينس ستولتينبيرګ سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې دوی د ترهګرۍ ضد نړيوالو فعاليتونو کې د ناټو د رول په هکله سره خبرې اترې وکړې. ناټو د ده په غوښتنه د ترهګرۍ ضد فعاليتونو کې ګډون کوي او دی هم دا نظر نه لري چې ناټو له وخت څخه تللی دی.

ټرمپ پر دې ټينګار وکړ چې د ناټو غړي هېوادونه بايد د دفاع لپاره د خپلو بوديجو د زياتوالي ژمنې پوره کړي او په امريکا اتکا ونکړي تر څو د ناټو بېلا بېل غړي به خپل امنيت وساتي او د امريکا او د دغو ملګرو هېوادونو تر منځ اړيکې به نورې ټينګې شي.

ستولتينبيرګ وايي چې ناټو بايد او امکان لري چې د ترهګرۍ ضد په نړيوالو فعاليتونو کې لا مهم رول ولوبوي. هغه څرګنده کړه چې په ٢٠١٦ کال کې د دفاع لپاره د ناټو لګښتونه د وړم کال په پرتله ٣اعشاريه ٨ سلنه زياته شوي او په راتلونکې کې به د دغو لګښتونو د زياتوالي تمايل وساتي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای