CRI Online

امنيت شورا د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په اړه مسوده نه ده تصويب کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 14:34:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د اپريل په ۱۲مه نېټه د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په اړه د پرېکړې مسودې په هکله رايګيری ترسره کړه چې د بريتانيا، امريکا او فرانسې لخوا جوړه شوې وه، دغه مسوده نه ده تصويب شوې.

په دې رايګيرۍ کې لس موافقې رايې، دوه مخالفې رايې او درې ممتنعې رايې ورکړل شوې، روسيې او بوليوی مخالفې رايې ورکړې. څرنګه چې روسيه د امنيت شورا د دايمي کميټې غړې ده، نو دغه مسوده نه ده تصويب شوې. د مالوماتو له مخې، دغه مسوده د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د سوريې په عدلب ولايت کې د کيمياوي وسلو د بريد غندنه کوي او غوښتنه يې وکړه چې د دې پېښې پلټنه وشي او د سوريې حکومت بايد د هوايي بريد په اړه جزيات خپاره کړي.

په م م کې د روسيې د دايمي استازي مرستيال ولدمير سفرونکوف وويل، دغې مسودې تر پلټنې مخکې د کيمياوي وسلو بريد کوونکي ياد کړي، نو روسيه د سلامشورې په موده کې له دې مسودې سره مخالفت څرګندوي.

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي تر رايګيرۍ وروسته وويل، چين تل هيله لري چې امنيت شورا د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په هکله ګډ اواز وکړي او د دې لپاره مو ډېر کوښښونه ترسره کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای