د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو جارو وزير ريکس ټيليرسون د اپرېل په دوولسمه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لافروف او ولسمشر ولاډيمير پوټين سره وکتل، دوي پرېکړه وکړه چې د دواړو خواوو تر منځ د پرابلمونو د لېرې کولو او د روسيې او امريکا تر منځ د اړيکو د ثبات لپاره يو کاري ټيم جوړ کړي.
ټيليرسون له کتنو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، اوس د امريکا او روسيې تر منځ اړيکې او اعتماد ښه نه دي. دواړه خواوې به د خپلمنځي اړيکو د لا سختېدو د مخنيوي او د متقابل اعتماد د بيا رغونې لپاره تدبيرونه ونيسي.
برسيره پر دې، دوی د اوکراين حالاتو، انټرنيټي امنيت او د منځني ختيځ د حالاتو په اړه هم خبرې اترې وکړې. (شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |