د چين د شمېرنې ادارې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه سي پي اې يعنې د اوسېدونکو مصرفي بيه او پي پي اې يعنې د صنعتي توليداتو بيه خپره کړه. د يوې شمېرنې له مخې د روان کال د مارچ په مياشت کې د چين سي پي اې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه نهه زيات شوی او د پي پي اې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه شپږ زيات شوی چې دغه رقم په تېرو دريو مياشتو کې ټيټ شوی دی.د کارپوهانو په اند په راتلونکې کې به د چين سي پي اې په ثابت ډول وساتل شي او د اټکل له مخې د سي پي اې د زياتوالي انډول به په سلو کې له درې څخه ټيټ وي او د پيسو پاړسوب فشار به څرګند نه وي.د دې ترڅنګ د پي پي اې د زياتوالي انډول به په راتلونکې يوه موده کې راټيټ شي .
د همدې ورځې د خپرې شوې شمېرنې له مخې د مارچ په مياشت کې سي پي اې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه نهه زيات شوی دی.د څېړونکو په اند د سي پي اې زياتوالی له خوراکي توکو پرته د نورو توکيو د بيې له زياتوالي سره تړاو لري.د مارچ په مياشت کې له خوراکونو پرته د نورو توکيو د بيو د زياتوالي انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه درې زيات شوی دی .په عين وخت کې د خوراکونو بيې راټيټې شوې چې دا د سي پي اې د ټيټوالي عمده لامل دی . د چين د نړيوالې اقتصادي تبادلې د مرکز څېړونکي وانګ جون وويل (اواز...........)تر پسرلني اختر وروسته د خوراکي توکو بيې راټيټې شوي دي. د خوراکي توکو او انرژيو له بيو پرته کليدی سي پي اې د تېرو دوو مياشتو له رقم سره برابر دی او په سلو کې دوه و.د مارچ په مياشت کې او په لومړۍ ربع کې د توکيو بيې په ثابت ډول ساتل شوې دي.
د روان کال په جنوري او فبروري کې سي پي اې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه پنځه او په سلو کې صفر اعشاريه اته زيات شوی دی.د مارچ په مياشت کې د سي پي اې په خپرېدو سره د روان کال په لومړۍ ربع کې د سي پي اې د زياتوالي انډول په سلو کې يو اعشاريه څلور زيات شوی دی. د وانګ جون په اند د اټکل له مخې به د عمومي اړتياوو د نه زياتېدو په حال کې په ٢٠١٧ کال کې د سي پي اې د زياتوالي انډول په سلو کې له درې څخه ټيټ وي او په روان کال کې به د پيسو پاړسوب فشار څرګند نه وي.
د مارچ په مياشت کې د چين پي پي اې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه شپږ زيات شوی چې زياتوالی انډول يې د فبرورۍ په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه دوه راټيټ شوی دی او دغه رقم په تېرو دريو مياشتو کې ټيټوالی موندلی دی.د چين د ياد مرکز اقتصاد پوه شو هونګ چای وويل چې د مارچ په مياشت کې پي پي اې د تېر کال د همدې مودې او د فبروري په پرتله ټيټ شوی چې ور څخه څرګنديږي چې په پي پي اې کې نوی بدلون راغلی دی.ښاغلي شيو وويل (اواز...........) تېره مياشت د چين پي پي اې د زياتوالي انډول لوړې کچې ته رسيدلی، خو په روانه مياشت کې دغه ګراف ټيټ شوی چې دا له اټکل شوی رقم سره سمون لري.رښتيا ده چې د روان کال په جنوري مياشت کې د چين پي پي اې د تېر کال د دسمبر مياشتې په پرتله په سلوکې صفر اعشاريه اته ،د روان کال په فبروري کې پي پي اې د جنوري په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه شپږ او په مارچ کې پي پي اې د جنوري په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه درې راټيټ شوی دی ،نو له دغو شمېرونو څخه ښکاري چې د پي پي اې د زياتوالي خوځنده ځواک کمزوری شوی دی.
د دې ترڅنګ شيو هونګ چای دې ته اشاره کړې چې اړوندې څانګې بايد د عمومي بيو د ميکانيزم اصلاحاتو ته پاملرنه وکړي.
20170413ss
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |