CRI Online

د چين استازي د سوريې مسئلې د سياسي حل غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 16:01:13

د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين دايمی استازي ليو جي يي د اپريل په ١٢مه نېټه وويل د سوريې مسئله يوازې په سياسي توګه حلېدای شي، نه په پوځي لاره نه.

ليو جي يي په همدې ورځ د سوريې د سياسي بهير په هکله د امنيت شورا په پرانيستنې غونډه کې وويل په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله خبرو اترو کې د سوريې اړوندو خواوو د سياسي لارې، اساسي قانون، ټولټاکنو، د ترهګرۍ ضد مبارزو، امنيت او يو پر بل د باور ټينګولو تدبيرولو په هکله بحثونه وکړل. په اوسنيو حالاتو کې اړوندې خواوې بايد پر ديپلوماتيکو کوښښونو ټينګار وکړي، په سوريه کې د حالاتو د ترينګلتيا مخه ونيسي،د م م د منځګړيتوب لارې او د سوريې مسئلې په هکله د م م سرمنشي ستافان دي ميستورا د کارونو ملاتړ وکړي. امنيت شورا بايد د سوريې او د دغه هېواد او د خلکو ګټو ته په درنه سترګه وګوري او په دغه هېواد کې د سياسي بهير هڅونې لپاره رغنډه رول ولوبوي.

ليو جي يي وويل چين د سوريې له اړوندو خواوو نه غوښتنه کوي چې اوربند ته دوام ورکړي او د سوريايانو لخوا د خپل هېواد د اداره کېدو پر اصولو د خبرو اترو له لارې د منلو وړ لايحه جوړه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای