د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د اپريل په ۱۲مه نيټه د دې هېواد په شمال کې هوايی بريد کړی چې پکې د داعش ۳۵ تنه غړي ووژل شول.
د عراق د دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د عراق د حکومتي پوځ جنګي الوتکو په همدې ورځ د موصل ښار پر لوېديځې سيمې هوايی بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د داعش شل تنه غړی ووژل شول. له دې نه پرته، د عراق هوايی پوځ له موصل څخه جنوب ته په اتيا کيلومترو کې د داعش پر يوې اډې هوايی بريد وکړ چې د داعش څو مشرانو په شمول ۱۵ تنه وسلوال کسان پکې ووژل شول.
اوس د عراق د حکومتي پوځ لخوا د موصل ښار د لوېديځې برخې د نيولو جګړه دوام لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |