CRI Online

وانګ يي د سوريې مسئلې په باب د چين دريځ څرګند کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 18:30:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د فلسطين د بهرنيو چارو له وزير رياض المالکي سره له خبرو اترو نه وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې د سوريې مسئلې په باب د چين دريځ څرګند کړ.

نوموړي وويل، چې په تېرو څو ورځو کې د سوريې اوضاع ترينګلې شوې ده. چين د دغې مسئلې په اړه څو نظرونه لري. لومړی، چين د کيمياوي وسلو د کارولو په شمول له ټولو ناقانونه عملونو سره ټينګ مخالفت کوي او په دې نيوکه کوي. چين له دې څخه ملاتړ کوي چې په سوريې کې د کيمياوي وسلو د کارولو په اړه خپلواک او هراړخيز تحقيقات تر سره شي، تر څو جدي پايله تر لاسه شي. دوهم، د سوريې حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته بايد درناوی او احترام وشي. درېيم، سياسي لارې چارې د سوريې مسئلې د حلولو لپاره يوازنې سمه لاره ده. نو چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې خپلمنځي تګ راتګ پياوړی کړي او د شخړو مخنيوی وکړي. په نژدې راتلونکي کې به د سوريې مسئلې په باب د چين ځانګړی استازی شي شياو يان له اړوندو هېوادونو څخه ليدنه وکړي او له اړوندو خواوو سره به ژورې نظريې تبادله کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای