CRI Online

وانګ يي: چين په منځني ختيځ کې د رول لوبولو په وخت کې سياسي جغرافيايي موخه نه لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 18:59:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د فلسطين د بهرنيو چارو له وزير رياض المالکي سره د خبرو اترو نه وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، چې چين په منځني ختيځ کې د رول لوبولو په وخت کې د سياسي جغرافيايي موخه نه لري. نوموړي وويل، چې په تېرو څو کلونو کې چين تل په منځني ختيځ کې مثبت رول لوبولی دی. په دغه سيمه کې چين هيڅ سياسي جغرافيايي موخه نه لري. د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين دريځ عادلانه دی. که د امريکا په شمول نور هېوادونه وغواړي له دغې سيمې څخه نور ملاتړ وکړي او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي، چين د دې هر کلی کوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای