CRI Online

چين په امنيت شورا کې د سوريې مسئلې په اړه د مسودې د نه تصويبېدو له امله تاسف څرګند کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 19:03:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اپريل په ۱۲مه نېټه د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په اړه رايګري تر سره کړه. چين ممتنعه رايه ورکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اپريل په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې کومه خوا د ي،ې موخې لپاره له کيمياوي وسلو څخه استفاده کوي. سياسي لارې چارې د سوريې بحران د حلولو لپاره يوازنې سمه لاره ده.

نوموړي زياته کړه چې چين هيله لري چې نړيواله ټولنه د دغې مسئلې د حلولو لپاره پر له پسې هڅې وکړي او م م د منځګړيتوب په بهير کې عمده رول ولوبوي، تر څو د ژنيو د خبرو اترو له لارې د دغې مسئلې د حلولو لپاره د منلو وړ لايحه طرحه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای