CRI Online

وانګ يي:د فلسطين مسئلې د حلولو لپاره دې هڅه وشي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 19:28:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د فلسطين د بهرنيو چارو له وزير رياض الملکي سره تر خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وويل چې د فلسطين مسئلې د حلولو لپاره دې هڅه وشي.

وانګ يي وويل چې روان کال د م م د عمومي اسامبلې له خوا د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د جلا ادارې پرېکړه ليک د لاسليکېدو له ۷۰ کاليزې سره برابر دی.له دې پرېکړه ليک سره سم اسرائيل او فلسطين د هېوادونو د جوړولو حق لري.خو تر ۷۰ کلونو وروسته فلسطين يو خپلواک هېواد جوړ نه شو،دا عادلانه نه ده.چين د عرب ليګ سوله ييزې غوښتنې او د دوو هېوادونو د لايحې ملاتړ کوي.چين تل په فعاله توګه د فلسطين د ابادولو ملاتړ کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای