د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بلنې په اثر د چين د دولتي شورا د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د اپريل په ١٣مه نېټه په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل.
جانګ ګاو لي تر هر څه لومړی ولسمشر پوتين ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وويل او زياته يې وکړه چې په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې ټينګې شوي او پکې نوي موخې هم ټاکل شوې چې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.
ولسمشر پوتين هم د جانګ ګاو لي له لارې رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه هم وويل او خوشحاله دی چې د رئيس شي جين پينګ په بلنه به د يوه کمربند او يوې لارې په هکله د نړيوالې همکارۍ د لوړې کچې په فورم کې ګډون وکړي. هغه زياته کړه چې دواړه خواوې بايد د اوسنۍ همکارۍ پر بنسټ نوې همکاريزې ساحې پراخې کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو لپاره نوی خوځنده ځواک راوپاروي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |