CRI Online

امريکايي پوځ لومړی ځل په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 09:18:57

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا د دفاع وزارت د اپريل په ١٣مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د افغانستان پر ځايي وخت د ١٣مې نيټې په ماښام امريکايي پوځ د ننګرهار په ولايت کې د داعش پر يو پټنځای د بمونو د مور په توګه د جي بي يو ٤٣ نومی زورور بم کارولی دی. دا لومړی ځل دی چې امريکايي پوځ په جګړه کې دغه بم کاروي.

اعلاميه وايي د دغه هوايي بريد موخه تر ډېرې اندازې پورې د داعش وسله والو او تاسيساتو له منځه وړل او ويجاړول و، په همدې وخت کې د افغانستان پوځ او امريکايي پوځ ته د پوځي عملياتو ګواښونه کمه تر کمه کم شي.

د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند سين سپيسير په همدې ورځ يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل دغه هوايي بريد په افغانستان کې د داعش پر پټنځای تر سره شوی چې عمده موخه يې په افغانستان کې د داعش وسله والو د فعاليتونو بندول دي.

دغه بم شاو خوا ٩اعشاريه ٥ ټنه په وزن لری چې امريکايي پوځ په ټولو جګړو کې تر ټولو لوی غير اټومی بم کارولی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای