د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پاکستان نيوز ورځپاڼې د اپريل په ١٣مه نېټه خبر ور کړ چې په دې هېواد کې د اسيا د پرمختيايي بانک استازي په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د جوړونې له امله به د پاکستان بنسټيز تاسيسات ښه شي په تېره بيا په لنډه موده کې به د دې هېواد د بريښنا د کمښت مسئله ليری شي.د دې دهليز جوړونه په ځايي سيمه کې د اهميت وړ پروژه ګڼل کيږي. د ده په اند د بريښنا له کمښت پرته پاکستان بايد هم د ټرانسپورټي سيستم مسئلې ته پاملرنه وکړي. اوس مهال په دې برخه کې پرمختيايي حالت وروسته پاتی دی او له دې امله يې هر کال د دې هېواد د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت ته له څلور سلنې څخه تر شپږ سلنې پورې اقتصادی زيانونه رسوي.د پاکستان حکومت بايد اړوند نظام ښه کړي تر څو د ټرانسپورټي بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې لپاره خوځنده ځواک راوپاروي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |