CRI Online

د ايران هوايي شرکت د شلو څرخې الوتکو د اخيستلو تړون د اې تي ار(ATR)په نوم له شرکت سره لاسليک کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 09:19:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ايران خبري رسنيو خبر ور کړ چې د اپريل په ١٣مه نېټه د ايران هوايي شرکت د شلو څرخې الوتکو د اخيستلو تړون د اې تي ار په نوم له الوتکه توليدونکي شرکت سره لاسليک کړی چې ياد شرکت د فرانسې او ايټاليې له خوا په ګډه پانګونه جوړ شوی دی.

د ايران د هوايي شرکت عمومی مدير فارهد پارواريش وويل چې دوی به تر يوې مياشتې وروسته څلور څرخې الوتکې او د روان کال تر پايه پورې به نورې پنځه څرخې الوتکې ايران ته وسپاري .د ٢٠١٨ کال په پای کې به دغه شرکت په پوره توګه شل څرخې الوتکې ايران ته وسپاري او اټکل له مخې به ور سره د نورو شلو څرخو الوتکو د اخيستلو لپاره بل قرارداد لاسليک کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای