د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکايي پوځ مرکزي قومندانۍ د اپريل په ١٣مه نېټه وويل چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف په وروستيو ورځو کې يو غلطۍ هوايي بريد تر سره کړ چې له امله يې د امريکا تر ملاتړ لاندې د سوريې د کرد وسله والو د سوريې ديپلوماتيک پوځ سرتيري ووژل شول.
د امريکايي پوځ مرکزي قومندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي چې نړيوال ائتلاف د اپريل په ١١مه نېټه په سوريه کې د داعش د لوی کمپ ال راکاه ولايت په لويديځ کې پر يو ځای هوايي بريد وکړ. خو وروسته دا تصديق شوه چې دغه ځای د سوريې د دپلوماتيک پوځ اډه وه او د دغه پوځ ١٨ سرتيري په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
تر اوسه دا مالومه نه ده چې دغه هوايي بريد د امريکايي پوځ او يا د نړيوال ائتلاف د نورو غړيو لخوا تر سره شوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |