CRI Online

د روسيې او امريکا تر منځ د اړيکو د عادي کېدو کاري ټيم به په راتلونکيو دوو يا دريېو مياشتو کې کار پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 10:06:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګی ريابکوف د اپرېل په ديارلسمه نېټه وويل، ښايي د روسيې او امريکا تر منځ د اړيکو د عادي کېدو کاري ټيم په راتلونکيو دوو يا دريېو مياشتو کې کار پيل کړي.

هغه په همدې ورځ د نننۍ روسيې اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې د روسيې او امريکا تر منځ د اړيکو د عادي کېدو کاري ټيم کچه دې د مرستيال وزير کچې ته لوړه شي، د روسيې او امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزيران دې د دې کاري ټيم مشري وکړي. تر اوسه پورې، روسيې او امريکا د دې کاري ټيم په اړه موافقې ته رسېدلي دي، خو د دې ټيم کاري نقشه نه ده ټاکل شوې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای