CRI Online

د سوريې پوځ : د داعش د کيمياوي وسلو پر فابريکې د نړيوال اتحاد د هوايي بريد له امله سلګونه تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 10:07:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د اپرېل په ديارلسمه نېټه ويلي چې د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد د اپرېل په دوولسمه نېټه د داعش د کيمياوي وسلو پر يو زيرمتون هوايي بريد وکړ چې له امله يې د ګڼ شمير عامو وګړو په شمول سلګونه تنه ووژل شول.

د سوريې پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له دې پېښې څخه څرګندېږي چې د داعش او د ژغورنې جبهې په ګډون افراطي سازمانونه کيمياوي وسلې لري.

د بل خبر له مخې، د نړيوال اتحاد وياند جان دوريان ياد تور رد کړ او و يې ويل چې نړيوال اتحاد دغه هوايي بريد ندی کړی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای