CRI Online

د چين استازي د افريقايي څنډې له هېوادونو څخه وغوښتل چې د خبرو اترو له لارې توپيرونه او تضادونه لېرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 10:08:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين مرستيال دايمي استازي وو های تاو د اپرېل په ديارلسمه نېټه وويل، چين هيله لري هغه هېوادونه چې د افريقايي څنډې په سيمه کې واقع دي، يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه شي، يو له بل سره همکارۍ تر سره کړي، د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې خپلمنځي توپيرونه او تضادونه لېرې کړي او په ګډه سره له ترهګرو سره مبارزه وکړي.

پر سوماليا او يريتريا د بنديز کميټې کاري غونډه په همدې ورځ د م م په امنيت شورا کې تر سره شوه. وو های تاو پکې وويل چې د افريقا څنډه ډېر مهمه سيمه ده، سيمه ييز هېوادونه ګډې ګټې لري او د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي موخه لري. چين هيله لري چې اړوند هېوادونه دې د سيمې د سولې، ثبات او د خلکو ګټو د ساتنې په غرض يو د بل ښه ګاونډی هېواد شي، يو له بل سره همکارۍ تر سره کړي، د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې خپلمنځي توپيرونه او تضادونه لېرې کړي او په ګډه له ترهګرو سره مبارزه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای