د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روسيې او بلاروس د اپرېل په ديارلسمه نېټته د نفتو او طبيعي ګازو په اړه موافقې ته رسېدلي دي. بلاروس به روسيې ته د طبيعي ګازو پور جبران کړي، بلاروس ته د روسيې طبيعي ګازو د لېږد تړون به سم شي، دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ تضادونه لېرې شول.
د روسيې د طبيعي ګازو شرکت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، بلاروس د اوه سوه او شپږويشت مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پور روسيې ته جبران کړی دی.
د روسيې او بلاروس تر منځ د نفتو او طبيعي ګازو تضادونو يو کال دوام درلود. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |