CRI Online

نهه هندي عمله چې د سوماليا د سمندري لوټمارو لخوا تښتول شوي ؤ، خوشي شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 10:18:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نهه هندي عمله چې د سوماليا د سمندري لوټمارو لخوا تښتول شوي ؤ، د اپرېل په دوولسمه نېټه خوشي شوي دي.

د سمندري لوټمارو د له منځه وړلو د پلان يوه چارواکي جان سټيډ د اپرېل په ديارلسمه نېټه خبريالانو ته د دې خبر پخلی وکړ خو هغه په دې اړه جزيات نه دي څرګند کړي.

ځايي خبري رسنيو د سوماليا د سمندري پوځ د مرستيال قوماندان په حواله ويلي، د سوماليا امنيتي ځواکونو په دوولسمه نېټه لوټماران کلابند کړل او درې لوټماران يې ونيول. تښتول شوي هندي عمله په دې عملياتو کې خوشي شوې او د دوي د روغتيا حالت ښه دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای