د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا کارپوهانو په دې وروستيو کې په نيويارک کې په يوه مباحثوي غونډه کې ويلي چې ټرمپ د بنسټيزو تاًسيساتو پر جوړولو د زر مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې د لګولو وړانديز کړی، ښايي دا د چين شرکتونو ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي.
د نيويارک او نوي جيرسي د بندرونو چارو ادارې عمومي مدير پاتريک فويي د اپرېل په دوولسمه نېټه په نيويارک کې وويل، د ټرمپ حکومت د بنسټيزو تاًسيساتو جوړونې ته ډېر پام کوي. موږ په دې برخه کې د چيني شرکتونو د ګډون هرکلی کوو.
د امريکا او چين تر منځ د اړيکو کميټې رئيس سټوين اوولنس هم ويلي چې چين د بهرنيو اسعارو ستره ذخيره او عصري تخنيکونه لري. د چين شرکتونه د امريکا د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړولو په برخه کې د پرمختګ ښه اَينده لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |