د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې د موسيقۍ تعليم د نړيوالې ټولنې د جوړولو غونډه يعنې د موسيقي پلټنې مباحثوي غونډه او ننداره به د مې له ينځمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د موسيقۍ په مرکزي پوهنځي کې تر سره شي. د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د هېوادونو د موسيقيو پلټنه، د بېلا بېلو هېوادونو د هنرمندانو تر منځ د نظريو تبادلې او د چيني موسيقۍ خپرول د دې فعاليت عمده موخې دي.
د هند، تايلنډ، ويتنام، ايران، ترکيې، ازبکستان، اسلاونيا، قيرغيزستان، هنګري، رومانيا او اندونيزيا په ګډون د شپاړسو هېوادونو کابو اويا هنرمندان به په دې فغاليت کې ګډون وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |