د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه په دې هېواد کې د امريکا پوځ په ننګرهار ولايت کې د جي بي يو -٤٣ په نوم لوی بم غورځولي چې له امله يې د داعش ډلې لږ تر لږه شپږ دېرش تنه وسله وال وژل شوي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې په دې هوايي بريد کې د دې تندلارۍ ډلې درې پټنځايونه،
د هوا ضد پناهګاه، تونلونه او د وسلو تونونه ويجاړ شوي دي.خو په دې بريد کې هېڅ ملکيان نه دي ټپيان شوي.
پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ١٣مې نيټې په شپه د امريکا پوځ د ياد ولايت په اچين سيمه کې د يادې تندلارۍ ډلې په تونلونولوی بم غورځولی چې وزن يې نهه اعشاريه پنځه ټنه دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |