CRI Online

شينجيانګي تصديو د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې فرصت په کارولو سره خپل پرمختګ هڅولی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 16:48:45

عکس: د ګاو ګوانګ شرکت

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو کلونو کې شينجيانګ د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې بهير پرمختللی او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د جوړولو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. په دې ترڅ کې ځينو ځايي تصديو د دې فرصت په کارولو سره نړيوال بازار پراخ کړی او خپل توان يې پياوړی کړی او په عين وخت کې يې ځايی اقتصاد هڅولی دی.

د شينجيانګ د ايلي ايالت چاپچل علاقه داري خپل صنعتي پارک جوړ کړی، د ۲۰۱۱ کال په مارچ مياشت کې د دې علاقه دارۍ د پانګو راجلبولو د امتيازي تګلارې په رڼا کې، د شينجيانګ د ګاو ګوانګ په نوم شرکت خپل مقر له بل ځای څخه دلته نقل کړی.

د ګاو ګوانګ شرکت مشر وانګ جنګ فانګ وويل، د دوی شرکت د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې له فرصت څخه ګټې اخيستې دي. د ځايي حکومت تر ملاتړ لاندې، دوی د ۲۰۱۶ کال په اګيست کې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو بازارونو ته ننوتلی او د همدې کال تر پايه پورې يې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د لس مليونو يوانو په ارزښت توکي صادر کړي دي. دوی پلان لري چې په ۲۰۱۷ کال کې دغه شمېره سل مليونو يا دوو سوو مليونو ته ورسوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای