د چین له خوا د منځني ختیزو چارو خاص استازي چې اوس مصر ته په خپل سفر بوخت دی، د روانې میاشتې په ۱۴نیټه په قاهره کې له چیني خبري رسنیو سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې چین غواړي له اړوندو هیوادونو سره یو ځای په هراړخیزه توګه د منځني ختیز تودې مسئلې حل کړي.
نوموړي ویلي چې چین په منځني ختیز کې شخصي ګټې نه لري او د چین ګټې د دغې سیمې له ګټو سره سمون خوري. د دغې سیمې ناارامتیا د چین او ځایي سیمې له ګټو سره برابره نه ده. چین هیله لري چې په دې سیمه کې ارامتیا ، اقتصادي پرمختګ او سمسورتیا رامنځته شي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د دې سیمې د خلکو ژوند او کاروبار یوې اقتصادي وسیلې ته ضرورت لري. دغه راز د یو کمربند او یوې لارې د تګلارې غوښتنه هم دا ده چې د سوله ییزې همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ له بیلابیلو ننګونو سره مقابله ترسره شي. ښایي چې دغه تګلاره به د منځني ختیز د سوله ییز بهیر او د تودو مسئلو د حل لپاره ګټوره تمامه شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |