CRI Online

چین او روسیې د تودو مسئلو په اړه بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-15 16:23:46
چین او روسیې د تودو مسئلو په اړه بحثونه وکړل

د سین هوا اژانس دخبرله مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه له روسي خپل سیال لاوروف سره تېلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د خپلمني اړیکو، د سوریې او کوریا ټاپووزمې په ګډون د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه مهم بحثونه وکړل.

دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې چین او روسیه یو پر بل ټینګ ستراتیژیک باور لري او همیشه به په نړیوالو او سیمه ییزو چارو په اړه ستراتیژیکه همکاري وکړي.

وانګ یي وویل چې د سوریې خپلواکي، حاکمیت او د خاورو بشپړتیا باید وساتل شي او ژر ترژره په دې هیواد کې د کیمیاوي برید په اړه عادلانه خپلواکه او مسلکي څیړنه دې ترسره شي چې رښتیا روښانه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای