د سین هوا اژانس دخبر له مخې د شمالي کوریا د ولسي پوځ د لوي درستیز ریاست د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د امریکا د ټرامپ حکومت له خوا د کوریا پر وړاندی د جګړې لمسون یوې هغې مرحلې ته رسیدلی دی چې له پامه نه شی وتلی، نو خپل هیواد به په ډیره سخته توګه د امریکا لمسون ټوټه کړي.
د دغه ریاست ویاند په یاده اعلامیه کې ویلي چې د ټرامپ حکومت له خوا د سخت پوځي لمسون له امله د کوریا ټاپووزمې حالات ډیر شدید شوي دي. د ټرامپ حکومت له خوا جوړه شوې تګلاره له دغو دریو برخو سره تړاو لري چې په زورزیاتۍ سره پر کوریا ولسي دېموکراتیک جمهوریت بندیزونه لګوي، په جنوبي کوریا کې جنګی اټومي وسلې ځای پر ځای کړي او پر شمالي کوریا د سر پری کولو عملیات او مخکې له مخکې جنګي مانورې ترسره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |