CRI Online

  ناټو: په افغانستان کې د لوی بم استفاده له بلې کومې ځانګړې پیښې سره تړاو نه لري

cri     (GMT+08:00) 2017-04-15 17:08:40
  ناټو: په افغانستان کې د لوی بم استفاده له بلې کومې ځانګړې پیښې سره تړاو نه لري

د سین هوا اژانس دخبر له مخې په افغانستان کې د امریکا د میشتو ځواکونو قوماندان نیکلسن د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه وویل چې په دې هیواد کې د امریکا له خوا د لوی بم استفاده له بلې کومې ځانګړې پیښې سره هیڅ تړاو نه لري.

هغه په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې په تیر یو کال کې موږ له افغان ځواکونو سره یو ځای د داعش پر پټنځایونو سخت بریدونه کړي دي چې په دې نتیجه کې د داعش د عملیاتو چوکاټ دوه په درېیمه برخه کمه شوی دی. دغسی عملیات همیشه روان دی او نه یوازی په دغه اوونۍ کې شروع شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د مارچ میاشتې راهیسی موږ په ننګرهار کې د سرکوب کولو عملیات پیل کړی دی او د لوی بم استفاده یوازی د اړوندو موخو لپاره مناسب انتخاب دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای