د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د اپريل په ۱۵ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له سوري پوځ سره يې په سوريه کې پر داعش تازه بريد کې د دغې ډلې څو لاښوونکي مرکزونه ويجاړ کړي او څو جنګيالي يې وژلي دي.
دا په تېره فبرورۍکې په سوريه کې پر افراطي ډلې د عراق له هوايې بريد وروسته د دواړو پوځونو لومړی ګډ پوځي عمل دی.
د عراق لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه ګډ پوځي عمل د روسيې، سوريې، عراق او ايران د څلورو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلوي ميکانيزم په مټ ترسره شوي. د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې نوموړو څلورو هېوادونو په بغداد کې معلوماتي مرکز جوړ کړی او د داعش په اړه استخبارتي معلومات يې شريک کړي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |