د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران خبري اژانس خبر ورکړ چې د ايران ولسمشر حسن روحاني د اپريل په ۱۵ مه نېټه په تهران کې د دفاعي لاسته راوړنو په نندارتون کې وويل چې ايران د دښمن د بريدونو قرباني دی، د خپل وسله وال قوت پياوړتيا او د توغنديو او جنګي الوتکو څېړل او توليدول د هيچا اجازې ته اړتيا نه لري.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل،ايران يوازې د ملي دفاع په موخه خپل وسله وال قوت پياوړی کوي او هيڅکله به پر نورو هېوادونو بريد ونه کړي او پرې به تېری ونه کړي ، خو ايران به ځان هوښيار او بيدار وساتي، ځکه چې د اسلامي انقلاب له برياليتوب وروسته پر ايران څوڅو ځلې بهرني سياسي، اقتصادي او پوځي تېري شوي. ايران به خپل ملي دفاعي پلان او موخه ترسره کړي، دا د ايرانيانو وياړ دی چې خپل کارپوهان جنګي الوتکې، چورلکې، ټانکونه او زغروال موټرونه څېړي او توليدوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |