CRI Online

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جه چي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيلرسن سره تلفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-16 16:30:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اپريل په ۱۶ مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي يانګ جه چي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيلرسن سره تلفوني خبرې وکړې.

يانګ جه چي په خپلو خبرو کې وويل، چې لږه موده دمخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنڅ د اړيکو لپاره يې رغنده بنسټ ټينګ کړی،پرمختيايي لوری يې روښانه کړی او پرمختيايي پلان يې جوړ کړی دی.

له څو ورځو وړاندې دواړو مشرانو تلفوني خبرې هم وکړې. راتلونکي پړاو کې دواړه خواوې به د دواړو مشرانو د کتنې او خبرو د روحيې او ګډو موافقو له مخې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ او خبرې زياتې کړو، خپلمنځي همکارۍ به پراخې کړو او د متقابل درناوي پربنسټ به توپيرونه حل کړو ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې زياتې لاسته راړونې ولري او د دواړو هېوادونو خلکو او نړيوالو ته زياتې ګټې ورسوي.

تيلرسن وويل، چې امريکا غواړي له چين سره خپلمنځي خبرې پياوړې کړو او په ګډه به خپلمنځي اړيکو ته وده ورکړو.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای