د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اپريل د ۱۶ مې نېټې په اوو بجو په ترکيه کې د اساسي قانون د تعديلاتو په اړه ټولپوښتنه رسماً پيل شوه. د دغې ټولپوښتنې د نتيجې له مخې به پريکړه وشي چې په دې هېواد کې به اوسنی پارلماني نظام پر رياستي نظام بدل شي او ولسمشر ته به د صدراعظم د ګوښه کولو په شمول زيات واک ولري که نه.
د ترکيې د ټولټاکنو لوړپوړې کمېټې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې په ګرد هېواد کې د رايو ورکولو ۱۶۰۰۰۰ سټېشنونه جوړ شوي، د هېواد په دننه کې د رايو ورکوونکو شمېر ۵۵ مليونو ۳۰۰ زرو تنو ته او د هېواد په بهر کې ۲ مليونو ۹۰۰ زرو تنو ته رسيدلی دی.
رايګيري به د روانې مياشتې د ۱۶ مې نېټې په ۱۷ بجو پای ته ورسيږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |