CRI Online

د ترکيې ولسمشر: د اساسي قانون د اصلاحاتو مسوده په ټولپوښتنه کې تصويب شوې ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 08:44:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب ايردوګان د اپريل د شپاړسمې نېټې په شپه اعلان وکړ چې د اساسي قانون د اصلاحاتو مسوده په همدې ورځ په ټولپوښتنه کې تصويب شوې ده چې د واکمن ګوند يعنې د عدالت او پرمختګ ګوند او ملاتړکوونکو لخوا وړاندې شوې ده. هغه به تر ټولو لومړی د اعدام حکم بيا اعاده کړي.

ولسمشر ايردوګان په استانبول کې خبري رسنيو ته وويل، چې په ټولپوښتنه کې د ملاتړ رايو شمېر پنځه ويشت مليونو ته رسېدلی چې دغه شمېر د مخالفو رايو په پرتله يو مليون او درې لکه رايې زياتې دي. ترکيې په همدې ورځ د ادارې نظام په اړه يوه تاريخي پريکړه وکړه او د ترکيې ملګري هېوادونه بايد د دغې پريکړې درناوی وکړي.

د معلوماتو له مخې، په دغه ټولپښتنه کې به د اساسي قانون اتلس مادې ترميم او اصلاح شي چې له دې جملې څخه د پاملرنې وړ ځای دی چې په ترکيې کې به د پارلماني سيستم پر ځای رياستي سيستم جوړ شي او له دې مخې به ولسمشر لا زيات واقعي واک تر لاسه کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای